Sat

07

Jun

2014

دلبنان حزب الله دصلحې ، ثبات او امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ

پشتو (Pashto)

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ مشر په هیواد کښې دصلحې ، ثبات او امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون وویل دلبنان ملت په هیواد کښې دصلحې ، امنیت ، او ثبات په پیاوړتیا ټینګار لري او ورته پاې بند دی .

دلبنان دحزب الله مشر د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره د ټولو سیاسي ډلو په هڅې دټینګار په ترڅ کښې وویل دلبنان خلک دهیواد مشکلاتو دحل کولولپاره باید د ځینو خارجي هیوادونو د موافقې په هیله ونه ووسي .

هغه دلبنان دانتخاباتو په باره کښې د حزب الله پرضد د ځینو سیاسي ډلو د تور د ردولو په ترڅ کښې وویل په لبنان کښې ځينې لورې شته چې اراده لري د یوه خطرناک پلان پراساس جنګ شروع کړي خو مونږ ټینګار کوو چې مونږ له دغه جنګ سره هیڅ ارتباط نلرو او دهغه غوښتونکي هم نه یوو .

دلبنان دحزب الله غورځنګ مشر په هیواد کښې دسیاسي اختلافاتو او چیلنجونو په حل دټینګار په ترڅ کښې وویل د قومي اختلافاتو څنګ ته کول لبنان ته د ارامښت او امنیت دبیرته ستنولو یوازنۍ حل لاره ده .

هغه دسوريې پیښو ته په اشارې سره وویل حزب الله په سوریې کښې حاضر شوی چې دهغو دسیسو په وړاندې چې دسیمې لپاره پلان شوي ودریږي او دغه پلانونه شنډ کړي .

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/72219-%D8%AF%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AF%D8%B5%D9%84%D8%AD%DB%90-%D8%8C-%D8%AB%D8%A8%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D9%85%D9%86%DB%8C%D8%AA-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%DB%8C%D8%A7%D9%88%DA%93%D8%AA%DB%8C%D8%A7-%D9%BC%DB%8C%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%88%DA%A9%DA%93

Read More 0 Comments

Sun

30

Mar

2014

د لبنان اکثره خلک په قانوني و خت کښې د نوي ولسمشر د انتخابولو غوښتنه کوي

8- پشتو (Pashto)

دلبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل د لبنان اکثره خلک په قانوني و خت کښې د نوي ولسمشر د انتخابولو غوښتنه کوي.

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون وویل دلبنان اکثره خلک په قانوني وخت کښې د نوي ولسمشر دانتخابیدا غوښتونکي دي او پردې اساس حزب الله  په دفاعي ستراتژۍ او نورو  مسایلو دغور په خبرو کښې ګډون کوي.

هغه دغه راز دلبنان په مختلفو سیمو په تیره بیا په طرابلس او بقاع کښې  دامنیتي مشکلاتو دحل لپاره دملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ او له یوه  بل باندې له تور لګولو لیرې دنوی ولسمشر دانتخابیدا غوښتنه وکړه.

حسن نصر الله په دې خبرې سره چې اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دهیڅ خوا د څنګ  ته کیدا غوښتونکی نه دی وویل اوس په لبنان کښې دارامښت لپاره فرصت برابر شوی دی او په  سیمه کښې د حالاتو په تمه ونه ووسو  .

دلبنان دحزب الله مشر وویل صهیونیسټ رژیم ترټولو ستر چیلنج دی خو ځينې کسان کوشش کوي په دغه چیلنج سترګې پټې کړي.

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې حزب الله  به هرتیري ته پریکنده ځواب ورکړي وویل یوازنی انتخاب چې دسیمې دملتونو او په تیره بیا دلبنان دملت مخ ته پروت دی مقاومت دی.

دلبنان دحزب الله مشر دسورېې کړکیچ ته په اشارې سره وویل په سوريې کښې جنګ داسې پړاو ته ورسید چې دنړیوالې او سیمې ایزې لاسوهنې له کبله وو او له حزب الله او په سوريې کښې د  حزب الله له شتون سره یې هیڅ ارتباط نه درلود.

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/68690-%D8%AF-%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%A7%DA%A9%D8%AB%D8%B1%D9%87-%D8%AE%D9%84%DA%A9-%D9%BE%D9%87-%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D9%8A-%D9%88-%D8%AE%D8%AA-%DA%A9%DA%9A%DB%90-%D8%AF-%D9%86%D9%88%D9%8A-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%AF-%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%84%D9%88-%D8%BA%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%87-%DA%A9%D9%88%D9%8A

Read More 0 Comments

Mon

17

Feb

2014

نصر الله اسراییلو ته خبرداری ورکړ

7پشتو (Pashto)

نصر الله اسراییلو ته خبرداری ورکړ

د لبنان د حزب الله عمومي منشي  صهیونسټ رژیم د لبنان او فلسطین لپاره یو خطر وباله او وې ویل : ټول اسلامي هیوادونه  نن سبا په خپلو چارو بوخت دي او داسراییلو خطر یې هیر کړی دی.

د فارس  خبري اژانس د راپور له مخې حسن نصر الله  بیګا په بیروت کې د  شهید د ورځې د درنښت په مراسمو کې  د مقاومت د  شهیدانو د درنښت په ترڅ کط  د مقاومت د محور له دومره کامیابیو وروستو د  د سیمې داسلامي هیوادونو اوسنی حالت د امریکا او اسراییلو د خوښې وباله  او زیاته یې کړه : هغه څه چې اسراییل او امریکا یې غواړي دا دي چې  فلسطین او له اسراییلي دښمن سره مبارزه نه یوازې دا چې له لومړیتوبه وځي بلکه  داسې مرحلې ته ورسیږو چې  کله ووایو فلسطین  نو خلک  ووایي چې پرې موږدئ.

حسن نصرالله وویل چې  ډیرو دا خیال کاوه چې  په لبنان د اسراییلو حمله  په لبنان کې د فلسطینیانو دشتون په  وجه وه خو  له لبنانه د پي ایل او د غړیو له وتلو وروسته  اسراییل په لبنان کې هماغه شان پاتې شو او تر اوسیه یې  ډیر جنایتونه کړې  او تیاریده چې د لبنان په جنوب کې صهیونسټي ښارګي هم جوړ کړي.

ده وویل : که مقاومت نه وای اسراییل به په لبنان کې پاتې و  ځکه چې اسراییل د لبنان په جنوبی سیمه  ولکه غواړي  او په لبنان کې دهیڅ ډلې او قوم خیر نه غواړي.

ده اسراییلو ته وویل : دښمن دې پوه شي چې  د حزب الله ټول طاقت په ځای پاتې دی او په زیاتیدو دی.

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/66854-%D8%AD%D8%B3%D9%86-%D9%86%D8%B5%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%DB%8C%DB%8C%D9%84%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%D9%88%D8%B1%DA%A9%DA%93

Read More 0 Comments

Wed

04

Dec

2013

عربستان په لبنان ، عراق ، افغانستان او سوریې کښې په جنګ بوخت دی .ر

8- پشتو (Pashto)

    دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل د ایران د اټومي موافقې اصلي ګټونکي دسیمې ملتونه دي .ر

زمونږ خبریال وايي دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي حسن نصر الله له  او ټي وي چینل سره په مرکه کښې وویل بې شکه دایران او پینځه جمع یوې ډلې موافقه به مهمې پایلې ځان پسې ولري او په دغه موافقې کښې اصلي ګټونکي دسیمې ملتونه دي .ر

هغه وویل دسیمې ځینو عربو هیوادونو په سیمه کښې دجنګ دشروع  کولو کوشش کاوه او مونږ پوهیږو چې دجنګ پیلیدا دسیمې لپاره ناوړه پایلې درلودلې او دایران داټومي موافقې ترټولو  مهمه نتیجه له سیمې دجنګ لیرې کول وو .ر

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل دایران اټومي موافقه په دنیا او نړیوالو ټولنو کښې د څو  قطبي نوي فضا درامینځته کیدا سبب شوي ده .ر

حسن نصر الله په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره داړیکو دجوړولو کوشش کوي وویل مونږ دایران په هکله دامریکا د دریځ دبدلیدا کتونکي یوو خو ایران په دې باره کښې بیړه نه کوي .ر

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب ا لله مشر حسن نصر الله وویل دایران او امریکا ترمینځ داړیکو دعادي کیدا په هکله څه ویل زر دي ځکه چې اوس هم  د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیر  داسې مسایل شته چې حل نه دي شوي .ر

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/63260-%D8%B9%D8%B1%D8%A8%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%8C-%D8%B9%D8%B1%D8%A7%D9%82-%D8%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%B3%D9%88%D8%B1%DB%8C%DB%90-%DA%A9%DA%9A%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AC%D9%86%DA%AB-%D8%A8%D9%88%D8%AE%D8%AA-%D8%AF%DB%8C

Read More 0 Comments

Tue

29

Oct

2013

دلبنان دحزب الله مشر دسوریې دکړکیچ په ختمیدا ټینګار وکړ

8پشتو (Pashto)

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله له سیاسي لارو د سورېې دکړکیچ په حل دټینګار په ترڅ کښې د سوریې دکړکیچ دحل لپاره دټولو هیوادونو د ملاتړ غوښتنه  وکړه .

هغه په سوریې کښې دترهګرو حملو د دوام په دلیل د ګڼ شمیر بې ګناه  خلکو وژل کیدا ته په اشارې سره وویل ټوله دنیا دې نتیجې ته رسیدلي ده چې دسوریې کړکیچ پوځي حل لاره نلري .

حسن نصر الله دخبرواترو له لارې د سوریې دکړکیچ د کیدا په باره کښې هرډول شرط رد کړ او ویې ویل سعودي عربستان دسیاسي حل لارې په لور په حرکت غوسه دی .

هغه  وویل ځینې لویدیځ هیوادونه ترهګروډلو ته وسلې ورکوي .

هغه  دسوریې او سیمې دملتونو پرضد د دښمانانو ددسیسو په غندلو سره وویل هغو هیوادونو چې غوښتل یې په سوریې سلطه ومومي له ټولو امکاناتو سره سره ماتي وخوړله .

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/61518-%D8%AF%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%AF%D8%B3%D9%88%D8%B1%DB%8C%DB%90-%D8%AF%DA%A9%DA%93%DA%A9%DB%8C%DA%86-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D8%AA%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7-%D9%BC%DB%8C%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%88%DA%A9%DA%93

Read More 0 Comments

Thu

25

Jul

2013

هغه څه چې د حزب الله لپاره مهم دي،ولسي ملاتړاو محبوبیت دی

9- پشتو (Pashto)

 

د لبنان د حزب الله  غورځنګ مشر سید حسن نصرالله وویل مهم ټکی دادی،چې  له حزب الله د  لبنان د ملت ،عربي او اسلامي نړۍ ملاتړ موجود دی .

د فارس خبرې آژانس د راپور له مخې  سید حسن نصرالله بیګا  په  بیروت کښې  له اسلامي مقاومت د دفاع د پلاوې لخوا په برابر کړاي شوي روژه ماتې کښې ، د اروپایي اتحاديي لخوا  د ترهه ګرو په لست کښې د حزب الله د پوځي څانګې  د نوم راوستلو په غبرګون کښې وویل مهم ټکی دادی چې له مقاومت څخه د خپلو خلکو او ملا ملاتړ موجود دی  او د هغوۍ له ځمکنۍ بشپړتیا،ټاټوبې ،لیدتوګو او عزت څخه ملاتړ او د هغوۍ اراده بیانوي.

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/57398-%D9%87%D8%BA%D9%87-%DA%85%D9%87-%DA%86%DB%90-%D8%AF-%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%85%D9%87%D9%85-%D8%AF%D9%8A%D8%8C%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%85%D8%AD%D8%A8%D9%88%D8%A8%DB%8C%D8%AA-%D8%AF%DB%8C

Read More 0 Comments

Sat

20

Jul

2013

د لبنان مقاومت د واشنګټن او تل ابیب موخې له ناکامۍ سره مخ کړې دي

8- پشتو (Pashto)

د لبنان د حزب الله عمومي منشي، سید حسن نصر الله په بیروت کې مختلفو لبناني ډلو ته په خطاب کې وویل، کله چې دښمن ستاسوو پروړاندې دی او خلک او ستاسوو کرامت ګواښي، ستاسوودنده ده چې له هغوی سره مبارزه او له ځانه دفاع وکړئ، په عین حال کې کله چې په لبنان کې مقاومت فعال او جدی دی، طبیعي ده چې تل تر برید لاندې نېول کېږي.ر

د المیادین خبري جینل د خبر له مخې د لبنان د حزب الله عمومي منشي، سید حسن نصرالله زیاته کړه چې زموږ مقابل لوری، د لبنان د ملي دفاع د سټراټژۍ په اړه د خبرو اترو لپاره جدی نه دی او دا په داسې حال کې ده چې له لبنانه دفاع د هغو د ټولو بچیانو دی او ملي اړتیا شتون لري چې د لبنان لپاره د ملي دفاع سټراټژي جوړه شي.ر

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/57174-%D8%AF-%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%AF-%D9%88%D8%A7%D8%B4%D9%86%DA%AB%D9%BC%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%AA%D9%84-%D8%A7%D8%A8%DB%8C%D8%A8-%D9%85%D9%88%D8%AE%DB%90-%D9%84%D9%87-%D9%86%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D9%85%DB%8D-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%85%D8%AE-%DA%A9%DA%93%DB%90-%D8%AF%D9%8A

Read More 0 Comments

Sun

26

May

2013

حسن نصر الله وايي نړیوال باید د فلسطین له ملت د ملاتړ په موخه په خپلو ژمنو عمل وکړي

7-پشتو (Pashto)

د المیادین چینل د راپور له مخې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصر الله چې له بیروته د صهوینیسيت عسکرو د شړلو د کلیزې په مناسبت ېې وینا کوله وویل د صهیو نیستانو پر ضد مبارزه باید جدي او عملي بڼه خپله کړي

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32

Read More 0 Comments

Thu

28

Feb

2013

دفتنوپه لوردلبنان دحرکت مخه بایدپه بصیرت اوځيرتیاسره ونیول شي

پشتو (Pashto)
دفتنوپه لوردلبنان دحرکت مخه بایدپه بصیرت اوځيرتیاسره ونیول شي
زمونږ خبریال راپورراکړ دلبنان دحزب ا... غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...  دلبنان له ټولو قومونو اوپرګنو غوښتي دي څو په بصیرت او ځيرتیا سره دې دفتنې په لور دلبنان دحرکت مخه ونیسي
http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/52102-%D8%AF%D9%81%D8%AA%D9%86%D9%88%D9%BE%D9%87-%D9%84%D9%88%D8%B1%D8%AF%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%AD%D8%B1%DA%A9%D8%AA-%D9%85%D8%AE%D9%87-%D8%A8%D8%A7%DB%8C%D8%AF%D9%BE%D9%87-%D8%A8%D8%B5%DB%8C%D8%B1%D8%AA-%D8%A7%D9%88%DA%81%D9%8A%D8%B1%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%8A

0 Comments