د لبنان اکثره خلک په قانوني و خت کښې د نوي ولسمشر د انتخابولو غوښتنه کوي

8- پشتو (Pashto)

دلبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل د لبنان اکثره خلک په قانوني و خت کښې د نوي ولسمشر د انتخابولو غوښتنه کوي.

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون وویل دلبنان اکثره خلک په قانوني وخت کښې د نوي ولسمشر دانتخابیدا غوښتونکي دي او پردې اساس حزب الله  په دفاعي ستراتژۍ او نورو  مسایلو دغور په خبرو کښې ګډون کوي.

هغه دغه راز دلبنان په مختلفو سیمو په تیره بیا په طرابلس او بقاع کښې  دامنیتي مشکلاتو دحل لپاره دملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ او له یوه  بل باندې له تور لګولو لیرې دنوی ولسمشر دانتخابیدا غوښتنه وکړه.

حسن نصر الله په دې خبرې سره چې اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دهیڅ خوا د څنګ  ته کیدا غوښتونکی نه دی وویل اوس په لبنان کښې دارامښت لپاره فرصت برابر شوی دی او په  سیمه کښې د حالاتو په تمه ونه ووسو  .

دلبنان دحزب الله مشر وویل صهیونیسټ رژیم ترټولو ستر چیلنج دی خو ځينې کسان کوشش کوي په دغه چیلنج سترګې پټې کړي.

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې حزب الله  به هرتیري ته پریکنده ځواب ورکړي وویل یوازنی انتخاب چې دسیمې دملتونو او په تیره بیا دلبنان دملت مخ ته پروت دی مقاومت دی.

دلبنان دحزب الله مشر دسورېې کړکیچ ته په اشارې سره وویل په سوريې کښې جنګ داسې پړاو ته ورسید چې دنړیوالې او سیمې ایزې لاسوهنې له کبله وو او له حزب الله او په سوريې کښې د  حزب الله له شتون سره یې هیڅ ارتباط نه درلود.

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/68690-%D8%AF-%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%A7%DA%A9%D8%AB%D8%B1%D9%87-%D8%AE%D9%84%DA%A9-%D9%BE%D9%87-%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D9%8A-%D9%88-%D8%AE%D8%AA-%DA%A9%DA%9A%DB%90-%D8%AF-%D9%86%D9%88%D9%8A-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%AF-%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%84%D9%88-%D8%BA%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%87-%DA%A9%D9%88%D9%8A

Write a comment

Comments: 0