نصر الله اسراییلو ته خبرداری ورکړ

7پشتو (Pashto)

نصر الله اسراییلو ته خبرداری ورکړ

د لبنان د حزب الله عمومي منشي  صهیونسټ رژیم د لبنان او فلسطین لپاره یو خطر وباله او وې ویل : ټول اسلامي هیوادونه  نن سبا په خپلو چارو بوخت دي او داسراییلو خطر یې هیر کړی دی.

د فارس  خبري اژانس د راپور له مخې حسن نصر الله  بیګا په بیروت کې د  شهید د ورځې د درنښت په مراسمو کې  د مقاومت د  شهیدانو د درنښت په ترڅ کط  د مقاومت د محور له دومره کامیابیو وروستو د  د سیمې داسلامي هیوادونو اوسنی حالت د امریکا او اسراییلو د خوښې وباله  او زیاته یې کړه : هغه څه چې اسراییل او امریکا یې غواړي دا دي چې  فلسطین او له اسراییلي دښمن سره مبارزه نه یوازې دا چې له لومړیتوبه وځي بلکه  داسې مرحلې ته ورسیږو چې  کله ووایو فلسطین  نو خلک  ووایي چې پرې موږدئ.

حسن نصرالله وویل چې  ډیرو دا خیال کاوه چې  په لبنان د اسراییلو حمله  په لبنان کې د فلسطینیانو دشتون په  وجه وه خو  له لبنانه د پي ایل او د غړیو له وتلو وروسته  اسراییل په لبنان کې هماغه شان پاتې شو او تر اوسیه یې  ډیر جنایتونه کړې  او تیاریده چې د لبنان په جنوب کې صهیونسټي ښارګي هم جوړ کړي.

ده وویل : که مقاومت نه وای اسراییل به په لبنان کې پاتې و  ځکه چې اسراییل د لبنان په جنوبی سیمه  ولکه غواړي  او په لبنان کې دهیڅ ډلې او قوم خیر نه غواړي.

ده اسراییلو ته وویل : دښمن دې پوه شي چې  د حزب الله ټول طاقت په ځای پاتې دی او په زیاتیدو دی.

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/66854-%D8%AD%D8%B3%D9%86-%D9%86%D8%B5%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%DB%8C%DB%8C%D9%84%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%D9%88%D8%B1%DA%A9%DA%93

Write a comment

Comments: 0