Wed

04

Dec

2013

عربستان په لبنان ، عراق ، افغانستان او سوریې کښې په جنګ بوخت دی .ر

8- پشتو (Pashto)

    دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل د ایران د اټومي موافقې اصلي ګټونکي دسیمې ملتونه دي .ر

زمونږ خبریال وايي دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي حسن نصر الله له  او ټي وي چینل سره په مرکه کښې وویل بې شکه دایران او پینځه جمع یوې ډلې موافقه به مهمې پایلې ځان پسې ولري او په دغه موافقې کښې اصلي ګټونکي دسیمې ملتونه دي .ر

هغه وویل دسیمې ځینو عربو هیوادونو په سیمه کښې دجنګ دشروع  کولو کوشش کاوه او مونږ پوهیږو چې دجنګ پیلیدا دسیمې لپاره ناوړه پایلې درلودلې او دایران داټومي موافقې ترټولو  مهمه نتیجه له سیمې دجنګ لیرې کول وو .ر

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل دایران اټومي موافقه په دنیا او نړیوالو ټولنو کښې د څو  قطبي نوي فضا درامینځته کیدا سبب شوي ده .ر

حسن نصر الله په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره داړیکو دجوړولو کوشش کوي وویل مونږ دایران په هکله دامریکا د دریځ دبدلیدا کتونکي یوو خو ایران په دې باره کښې بیړه نه کوي .ر

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب ا لله مشر حسن نصر الله وویل دایران او امریکا ترمینځ داړیکو دعادي کیدا په هکله څه ویل زر دي ځکه چې اوس هم  د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیر  داسې مسایل شته چې حل نه دي شوي .ر

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/63260-%D8%B9%D8%B1%D8%A8%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%8C-%D8%B9%D8%B1%D8%A7%D9%82-%D8%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%B3%D9%88%D8%B1%DB%8C%DB%90-%DA%A9%DA%9A%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AC%D9%86%DA%AB-%D8%A8%D9%88%D8%AE%D8%AA-%D8%AF%DB%8C

Write a comment

Comments: 0