دلبنان دحزب الله مشر دسوریې دکړکیچ په ختمیدا ټینګار وکړ

8پشتو (Pashto)

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله له سیاسي لارو د سورېې دکړکیچ په حل دټینګار په ترڅ کښې د سوریې دکړکیچ دحل لپاره دټولو هیوادونو د ملاتړ غوښتنه  وکړه .

هغه په سوریې کښې دترهګرو حملو د دوام په دلیل د ګڼ شمیر بې ګناه  خلکو وژل کیدا ته په اشارې سره وویل ټوله دنیا دې نتیجې ته رسیدلي ده چې دسوریې کړکیچ پوځي حل لاره نلري .

حسن نصر الله دخبرواترو له لارې د سوریې دکړکیچ د کیدا په باره کښې هرډول شرط رد کړ او ویې ویل سعودي عربستان دسیاسي حل لارې په لور په حرکت غوسه دی .

هغه  وویل ځینې لویدیځ هیوادونه ترهګروډلو ته وسلې ورکوي .

هغه  دسوریې او سیمې دملتونو پرضد د دښمانانو ددسیسو په غندلو سره وویل هغو هیوادونو چې غوښتل یې په سوریې سلطه ومومي له ټولو امکاناتو سره سره ماتي وخوړله .

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/61518-%D8%AF%D9%84%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%AF%D8%B3%D9%88%D8%B1%DB%8C%DB%90-%D8%AF%DA%A9%DA%93%DA%A9%DB%8C%DA%86-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D8%AA%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7-%D9%BC%DB%8C%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%88%DA%A9%DA%93

Write a comment

Comments: 0